۰

طالبانو برمته کړی هندي خوشی شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
هندي چارواکي وايي، د دوی وروستۍ طالبانو برمته کړی وګړی خوشی شوی او له افغانستان څخه هند ته ستون شوی دی.
طالبانو برمته کړی هندي خوشی شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی
هندي چارواکي وايي، د دوی وروستۍ طالبانو برمته کړی وګړی خوشی شوی او له افغانستان څخه هند ته ستون شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو ویلي خوشی شوی برمته مانتو سېنګهـ نومېږي، خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړی څه ډول خوشی شوی دی.

دوی وايي، په قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره په یوه وخت دغه هندي وګړی له افغانستان څخه خپل هېواد ته ستون شوی دی.

هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول ویلي چې مانتو سېنګهـ یو له هغو ۷ هندي انجنیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.

د یادونې ده، چې سېنګهـ د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشې کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي