۰

طالبانو د افغان حکومت ۲۲ تنه نور بندیان هم خوشي کړل

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل سره سم وسله والو طالبانو د افغان حکومت ۲۲ تنه بندیان خوشي کړي دي.
طالبانو د افغان حکومت ۲۲ تنه نور بندیان هم خوشي کړل
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل سره سم وسله والو طالبانو د افغان حکومت ۲۲ تنه بندیان خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبان وايي، دغه بندیان یې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیل او ښه نیت ښودو په موخه له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه ۲۲ تنه سرتېري پرون شنبې د وږي ۲۲ مه په هلمند ولایت کې آزاد شوي دي.

د هغه په وینا دوی، د سولې پروسې اسانتیا لپاره د ښه نیت په موخه زیات کارونه تر سره کړي، چې له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پرون شنبې د وږي ۲۳ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شوې.

تر هغې وروسته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله په خپله وینا کې و ویل، چې دوی د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په رښتیني نیت راغلي او غواړي د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره لومړی بشردوستانه اوربند وشي.

وروسته د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برارد هم په خپله وینا کې و ویل، چې دوی به په ټول صداقت خبرې مخ ته وړي.

ملا برادر زیاته کړه، چې د سولې مذکرات به ستونزې او کږلېچونه ولري، خو په وینا یې له دواړو لورو غواړي، چې په زغم، حوصلې خبرې مخ ته یوسي.

تر هغې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو خبرو کې دا د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل، چې یوه سیاسي توافق ته ورسېږي.

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، قطر، چین، هند، ناروې، فنلنډ، انګلستان، ازبکستان، تاجکستان، جرمني، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان استازو دا د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله او سولې ته د رسېدو لپاره یې له دواړو لورو د اوربند غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي