۰

ولسمشرغني: تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پوره تدبیر مخ ته ځو

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۹
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو له پیل سره سم ولسمشر غني وايي، تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخ ته ځي.
ولسمشرغني: تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پوره تدبیر مخ ته ځو
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو له پیل سره سم ولسمشر غني وايي، تل پاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخ ته ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن شنبې د وږي ۲۲ مه ګلخانې ماڼۍ کې یوې امنیتي غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وه.

د هغه په وینا د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخته یوسي چې د جنګ د پایته رسېدو، د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي. 

ښاغلي غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، په امنیتي ځواکونو کې د تغییراتو په اړه د امنیتي بنسټونو وړاندیزونه د تائید وړ دي او د لا زیات ښه والي لپاره یې باید اصلاحي طرحه جوړه شي. 

ولسمشر امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لویو لارو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی چې خلکو ته خنډونه او ستونزې جوړوي باید د امنیتي ځواکونو له چوکاټ څخه لیرې شي.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې و ویل، چې د سولې لپاره د حکومت دریځ واضح دی او د افغانستان مذاکراتي پلاوی د متحد افغانستان او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازیتوب کوي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې حکومت تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې مخته ځي.

ولسمشر غنی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل پرانست غونده وشوه.

غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په وینا پرانستل شوه، چې ورپسې د افغانستان د مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ، د اروپايي ټولنې استازي، د اسلامي همکاریو سازمان مشر، د چین، جرمني، ناروې، فنلنډ، ازبکستان، تاجکستان، ترکیې، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ویناوې وکړې.

دوی ټولو په یوه خوله د سولې په مذاکراتو کې د اوربند غوښتنه کوله او پر دواړو لورو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دغه فرصت ضایع نه کړي، بلکې د یوه پر خپلو پښو ولاړ خپلواک، پرمختللي او واحد افغانستان لپاره ګټه ترې واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي