۰
اتمر:

د دوحې خبرو کې به د موقت حکومت په اړه هېڅ ډول بحث ونه شي

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې پر موقت حکومت هېڅ بحث نه کېږي.
د دوحې خبرو کې به د موقت حکومت په اړه هېڅ ډول بحث ونه شي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې پر موقت حکومت هېڅ بحث نه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی اتمر چې پرون جمعه د وږي ۲۱ مه قطر ته د افغان حکومت له مرکچي پلاوی سره یو ځای تلو خبریالانو ته و ویل، چې د دوحې مذاکراتو کې به د موقت حکومت د جوړیدو مسئله هېڅ یاده نه شي او د داسې ډول حکومت د جوړیدو مسئله تراوسه نده مطرح شوې.

د ښاغلي اتمر په وینا موقت حکومت او د اساسي قانون تر پښو لاندې کول د خلکو د ارادې تر پښو لاندې کول او ملي ارادې ته توهین دی.

هغه و ویل« د موقت حکومت مسئله باید اصلا مطرح نشي. دا به یو اهانت ملي ارادې ته وګڼو، موږ مشارکت غواړو نه د نظام نابودي.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د دولت له مذاکراتي پلاوي سره قطر ته راغلی، وايي، د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړه اجماع په تیرو څلوېښتو کلونو کې نه وه.

ښاغلي اتمر وايي، معلومه نه ده، چې دا مذاکرات به څومره اوږده شي خو په وینا یې په خبرو کې به د اوربند په موضوع حتما خبرې کیږي.

د بهرنیو چارو زویر زیاتوي« موضوع به د مذاکراتو لپاره دا وي، چې پر اصولو، وخت او ځای باندې خبرې وشي. ددې ترڅنګه به په اوربند حتما خبرې کیږي‪

ټاکل شوې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې نن شنبې د وږي ۲۲ مه د قطر په مشهور هوټل شریتون کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شي.

په دغه مراسمو کې د افغان حکومت په استازيتوب د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو له خوا به ملا عبدالغني برادر ویناوې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي