۰

پر امرالله صالح د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۲۵ تنو ته ورسېده

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۵
کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان شوې چاودنه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر امرالله صالح د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۲۵ تنو ته ورسېده
کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان شوې چاودنه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه له خپل کور څخه د کار پر لور روان و، چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پخوانۍ څلور لارې ته نېږدې یې په موټریز کاروان چاودنه وشوه.

خپله ښاغلی صالح وايي، چاودنه کې ده او زوی ته یې زیان نه دی رسېدلی خو یو شمېر ساتونکي یې تپیان شوي او ښايي ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت طارق ارین ویلي، په دغه چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور تپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د ښاغلی صالح ساتونکي هم شامل دی.

ولسشمرغني، ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، اروپايي ټولنې او ناتو پر ښاغلي صالح برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي او د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر لیکلي، چې پر صالح په شوې چاودنه کې دوی لاس نه لري.

ولسمشر غني وایي، د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو دغه ډول اعمال به د سولې او جمهوریت لپاره د افغان دولت او ولس ارادې کمزورې نه کړي.

د مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بیا دا کار د افغانستان د ښکاره او پټو دښمنانو بللی، چې په وینا یې نه غواړي افغانستان ته سوله راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي