۰
امرالله صالح:

د سولې پروسه کې به د ملت د غوښتو خلاف هېڅ غوښتنه ونه منل شي

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د ولسمشر غنی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې به د ملت د ارادې او باور خلاف هېڅ ډول غوښتنه ونه منل شي.
د سولې پروسه کې به د ملت د غوښتو خلاف هېڅ غوښتنه ونه منل شي
د ولسمشر غنی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې به د ملت د ارادې او باور خلاف هېڅ ډول غوښتنه ونه منل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح چې نن سه شنبې د وږي ۱۸ مه د شهید اوونۍ په لمانځ غونده کې خبرې کولې و ویل، چې هېڅوک د ملت د ارادې او باور خلک پر افغانانو کوم څه نه شي تپلای.

د هغه په وینا په د ملي اتل اصل هم ملت و، چې دا لار او غوښتنه به د طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو کې هم وپالل شي او دفاع به ترې وشي.
ښاغلي صالح و ویل«له طالبانو سره خبرو کې به د ملت د ارادې خلاف هېڅ نسخه و نه منل شي او نه یې څوک پر ملت تپلی شي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړو چې د سولې پروسه کې به د مسعود فکري خط تعقیبېږي او هېڅ بنسټ او یا ګروپ ته به اجازه ونه کړل شي، چې له بهرنیو سره په ښکاره او یا پټ ملاتړ پر ملت خپله اراده وتپي.

امرالله صالح وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړل په هېڅ صورت په دې مانا نه دی، چې ګنې د افغانستان خلک د شهیدانو له ارمانونو او جمهوریت څخه تېرېږي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې جمهوریت د یو ګوټ نه بلکې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د خلکو غوښتنه ده او د همدې لپاره یې قرباني ورکړې، نو طالبان باید پوه شي، چې موږ تسلمېږو نه.
 
دی وايي، که طالبان دا ادعا کوي، چې د خلکو منخ کې ځای لري، نو باید راشي د ټاکنو له لارې خپله دغه ادعا ثابته کړي.

امرالله صالح د خپلو خبرو په پای کې د ولسمشر غني پیغام هم په لنډو ټکو کې راونغښتي، چې په وینا یې د سولې په اړه د ولسمشر دریځ همغه د احمدشاه مسعود دریځ دی او همغه سوله غواړي، چې احمدشاه مسعود غوښته.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي