۰

دفاع وزارت: د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه مات شوي

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
ملي دفاع وزارت وايي، د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه د افغان خواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شوي دي.
دفاع وزارت: د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه مات شوي
ملي دفاع وزارت وايي، د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه د افغان خواکونو له سخت مقاومت سره مخ او مات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د وږي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د کابل خاک جبار ولسوالۍ په شېرالله سیمه کې د پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو بریدونه د ۱۱۱ فرقې د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او طالبان یې پر شاه وتمبول.

دفاع وزرات وایي، په دغه نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي