سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۸ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ تېره شپه (د وږي ۱۶مه) د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې نښته شوې ده.
دی وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او غبرګون سره مخ شول.
د هغه په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه او هوايي بریدونو کې ۲۰ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دغه نښتې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل