ملي دفاع وزارت هرات ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د وږي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونه چې هوايي ملاتړ یې هم درلود، په دفاعي حالت کې د پښتون زرغون ولسوالۍ په ده شیخ او د ګلمیر زیارت کلي کې له طالبانو سره په نښته کېوتي.
ملي دفاع وزارت وایي، په دغه نښته کې د یوه قوماندان په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، وژل شویو کسانو کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان نبي جان ایوبي، او څلور سرګروپان، هر یو ملا زبیر، اکبري، سید میر او صلاح الدین هم شامل دي.
دفاع وزرات زیاتوي، چې په نښته کې ۸ طالبان ټپیان شوي هم دي او ۸ کړۍ ماینونه یې شنډ کړای شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل