ټاکل شوې امریکا متحده ایالت په نېږدې راتلونکې کې خپل ۳ زره نور سرتېري هم له افغانستان څخه وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده.
مارک اسپېر وايي، ډېر ژر به ۳۰۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وایستل شي.
د هغه په وینا دغه د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې (تر نومبر میاشتې پورې به) په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر پنځو زرو کم وي.
د یادونې ده، چې امریکا دمګرۍ په افغانستان کې ۸۶۰۰ سرتېري لري، چې ټرمپ یې د کمولو ژمنه کړې ده.
دغه ژمنه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته د ټرمپ له خوا وشوه.
جمهورخبري آژانس:کابل