۰

د لغمان د جندر امر په ننګرهار کې وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د جندر امر سید احمد صافی په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د لغمان د جندر امر په ننګرهار کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د جندر امر سید احمد صافی په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه ماښام مهال د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د لغمان ولایت د جندر پر امر سید احمد صافي ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

نوموړی وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه غلچکي وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي