۰
حکومتي سرچینې:

د طالبانو ۷ تنه بندیان به له کابل نه دوحې ته لېږدول کېږي او نظر بند به وي

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
حکومتي سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو د ۳۲۰ کسه بندیانو د خوشي کولو پروسه پرون ماښام (د وږي ۱۲ مه) بشپړه شوې ده.
د طالبانو ۷ تنه بندیان به له کابل نه دوحې ته لېږدول کېږي او نظر بند به وي
حکومتي سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو د ۳۲۰ کسه بندیانو د خوشي کولو پروسه پرون ماښام (د وږي ۱۲ مه) بشپړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په حکومت کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، په دې ډله کې اووه تنه بندیان لا هم د حکومت سره دي او کېدای شي له کابل څخه دوحې ته ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا یاد اووه هغه کسان دي چې په افغانستان کې د بهرنیانو په وژلو تورن دي او دوی به د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال په دوحه کې نظربند وي.

طالب سرچینو هم تایید کړې، چې د دوی د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه او له شپږو تنو پرته نور ټول زندانیان یې خوشي شوي دي.

دغه سرچینو ویلي، چې کېدای شي راتلونکې اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوی یوه غړي حاجي دین محمد ویلي د حکومت یو پلاوی دوحې ته رسېدلی او بل به نن ورشي.

د هغه په وینا د سولې د خبرو اصلي مرکچي پلاوی لا هم په کابل کې دی، خو تمه ده چې ژر دوحې ته ولاړ شي او له طالب استازو سره د سولې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي