۰
سرچینې:

له شپږو تنو پرته نور ټول طالب زندانیان خوشي شوي دي

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د طالبانو ځينو سرچینو تایید کړې، چې د دوی په پاتې زندانیانو کې له شپږو تنو پرته نور ټول خوشي شوي او ښايي راتلوونکې اوونۍ د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي.
له شپږو تنو پرته نور ټول طالب زندانیان خوشي شوي دي
د طالبانو ځينو سرچینو تایید کړې، چې د دوی په پاتې زندانیانو کې له شپږو تنو پرته نور ټول خوشي شوي او ښايي راتلوونکې اوونۍ د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دوی ټول زندانیان خوشي شوي او یوازې شپږ تنه یې لا هم په زندان کې دي.

که څه هم دغه سرچینې نه دي ویلي، چې شپږ تنه کوم زندانیان لا هم په زندان کې دي، خو ځینې سرچینې وايي، دا هغه زندانیان دي، چې فرانسې او استرالیا یې د نه خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه په ښکار توګه نه دي ویل شوي، چې د طالبانو پاتې زندانیان خوشي شوي که نه خو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح له دغه څرګندونو چې طالب زندانیان یې د خپلو کمانډویانو په بدل کې خوشي کړي، ښکاري، چې پاتې ټول زندانیان خوشي شوي وي.

ښاغلي صالح کې د دولت په چارو کې د سولې د وزیر د ومعرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې دا هم ویلي، طالبانو پرون د کندهار ولایت په عینو مېنه کې ۱۳ تنه افغان کمانډویان حکومتي چارواکو ته سپارلي دي.

بل خوا ویل کېږي، چې افغان حکومت له فرانسوي او استرالیايي چارواکو سره د دغه زندانیانو په اړه خبرې کړې دي او ښکاري، چې د هغوی رضایت یې تر لاسه کړي وي.

ځینې سرچینې وايي، دغه شپږ تنه زندانیان به هم خوشي شي، خو دوحې ته به لېږدول کېږي او هلته به نظر بند وي.

پر دغه شپږو تنو زندانیانو تور دی، چې فرانسوي او استرالیايي اتباع یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي