۰

تخار کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې تخار ولایت کې د افغان پوځ یوه 'M-17' ډوله چورلکه لوېدلې ده.
تخار کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې تخار ولایت کې د افغان پوځ یوه 'M-17' ډوله چورلکه لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت ویلي، دغه چورلکه پرون سه شنبې د وږي ۱۱ مه په تخار ولایت کې لوېدلې.

سرچینه وايي، 'M-17'  ډوله چورلکه پرون ماسپښين په کندز کې د پوځ له ۲۱۷ پامیر قول اردو د تخار رستاق ولسوالۍ ته په لار وه چې د ناستې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او لوېدلې ده.

ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، د چورلکې پیلوټ او سورلۍ ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي