په مشرانو جرګه د زابل ولایت پخوانی استازی او په ولسي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار محمد حسن هوتک په کابل کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر محمد حسن هوتک پرون یکشنبې د وږي ۹ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا د خپل کور مخې ته برید شوی او وژلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د هېواد دښمنانو په ولسي چارو کې د جمهوري ریاست سترسلاکار او مخکېنی سناتور پرون د کابل ښار پنځمه ناحیه کې په یو تروریستي برید کې شهید کړی.
ولسمشرغني د محمد حسن هوتک پر وژنه ژوره خواشني ښودلې او پر هغه یې د دې ترهګر برید غندنه کړې ده.
ښاغلي غني ویلي، سناتور محمد حسن هوتک د زابل مخور مشر او د هیواد رښتینی خواخوږی و چې د خپلو ولسونو د ښې استازولۍ ترڅنګ یې تل د خلکو د خیر ښیګڼې او هوساینې لپاره هڅې کولې.
ولسمشر اړوندو مسوولینو ته پر شهید محمد حسن هوتک د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل