۰

ناټو هم د پروان له سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرسته کړې

شنبی ۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۱
افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د پروان سېلاب ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې ور رسولي دي.
ناټو هم د پروان له سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرسته کړې
افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د پروان سېلاب ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې ور رسولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ماموریت په خپله ویبپاڼه لیکلي، دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د امنیت لپاره کار کوي.

په راپور کې ویل شوي، د سېلاب له کبله زیانمنو شویو خلکو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي، چې پکې حلال خواړه، د څښاک اوبه او د حفظ الصحې مواد، کمپلې او ځيني نور اړین وسایل شامل دي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم پروان ولایت ته تللی تر څو له نږدې وضعیت وګوري.

مېلر په پروان ولایت کې خلکو ته ویلي، چې له نړیوالو سره د افغانستان د جګړې په اړه خبرې کوي څو روانه جکړه پای ته ورسېږي او د افغانانو ستونزې حل شي.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او دغه راز یې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي