د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ازبکستان سره یې د برېښنا په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې پر مټ به یې تر ۱۰ کلونو پورې دغه هېواد افغانستان ته برېښنا ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد دغه لس کلن تړون پرون ازبکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اتمر په مشرۍ د پلاوی تر رسېدو وروسته لاسلیک شو.
ښاغلي اتمر او ورسره پلاوی تاشکند ته په رسېدو د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او نور چارواکو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، دغه ناسته کې پر افغان سوله، د اړیکو، سوداګرۍ او ترانسپورت په پراختیا، برېښنا او ځينو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کاملوف و ویل، افغانستان یې په بهرنی سیاست کې مهم ځای لري نو ځکه غوړاي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، اقتصادي، سوداګریزې، ترانسپورټ، برېښنا او انرژۍ د لېږد په برخه کې اړیکې لا پراختیا ومومي.
ښاغلي کاملوف دا هم ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې او خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې د تل پاتې سولې لپاره ژر تر ژره د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
په ورته وخت کې ښاغلي اتمر له ازبکستان څخه په مننې سره ویلي، د سولې پروسه کې د جمهوریت نظام او ۱۹ کلونو لاس ته راوړڼو ساتنه مهمه ده.
ښاغلی اتمر هم ویلي، چې له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا د افغان حکومت په رهبرۍ کې شتون لري او غواړي له دغه هېواد سره یې په سیاسي، اقتصادي، تجارت، برېښنا او انرژۍ او نورو برخو کې اړیکې پراخې شي.
د یادونې ده، چې په دغه لیدنه کې د ازبکستان د برېښنا وزارت او افغانستان د برېښنا شرکت تر منځ له ازبکستان نه افغانستان ته د برېښنا د لېږدل لس کلن تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون پر اساس به د سرخان – پلخمري له لارې له ازبکستان څخه افغانستان ته یوه اندازه برېښنا افغانستان ته راولېږدول شي.
همدارنګه به دغه لیدنه کې دواړو لورو ویلي، هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري هم تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسوي.
باید و ویل شي، چې دا مهال د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه جریان لري.
جمهورخبري آژانس:کابل