۰

کابل کې پر حسیني عزادارانو برید کوونکې ډلې نیول شوې دي

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۱
کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ترهګرو د یوې ډلې چې پر حسیني عزادارانو یې د برید پلان درلود، د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې پر حسیني عزادارانو برید کوونکې ډلې نیول شوې دي
 کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ترهګرو د یوې ډلې چې پر حسیني عزادارانو یې د برید پلان درلود، د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د وږي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ترهګریزه ډله د ځانګړو پولیسو له خوا نیول شوي دي.

خبرپانه کې ویل شوي ځانګړو پولیسو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفي عملیات تر سره کړلو چې په ترڅ کې یې د ترهګرو یوه ۹ کسیزه ډله ونیوه.

کورنیو چارو وزارت وايي، دغه عملیات تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر سره شوي، چې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه ترهګر نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، نیول شویو کسانو غوښتل د همدې حوزې اړوند د کوټه سنګي سیمه کې پر حسیني عزادارانو برید وکړي.

وزارت زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه چاوېدونکي توکي، دوه واسکټونه او شپږ کړۍ بمونه نیول شوي دي.

دغه راز په خبرپانه کې ویل شوي، ځانګړو پولیسو د کابل ښار د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې هم عملیات کړي، چې پر مهال یې د ترهګرو یوه پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده.
 
کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم دا ویلي، چې نیول شوي کسان د کومې ډلې پورې تړاو لري.
 
خو وايي، د ملي پولیسو ځواکونو په کابل کې د حسیني عاشورا د ورځو د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه نه ورکوي، څو د دې مراسمو امنیت مختل کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي