۰

محمد حنیف اتمر په رسمي سفر ازبکستان ته ځي

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دوه ورځي رسمي سفر ازبکستان هېواد ته ولاړ شي.
محمد حنیف اتمر په رسمي سفر ازبکستان ته ځي
ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دوه ورځي رسمي سفر ازبکستان هېواد ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبېک رسنیو ویلي، ښاغلي اتمر به سبا جمعه د وږي ۷ مه ازبکستان ته ورشي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر بېلا بېلو مسایلو خبرې وکړي.

د راپورنو له مخې د ښاغلي اتمر او ازبېک چارواکو خبرې به تر ډېره پر دوه اړخیزه اړیکو او سوداګریزو استانتیاو راڅرخي.
 
دغه راز به ښاغلی اتمر پر افغان سوله هم له ازبېک چارواکو سره خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې ازبکستان تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او څو ځله یې ویلي چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته هم تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي