۰

سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ۲۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وايي، سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ۲۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ۲۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وايي، سېلابونو په ۱۳ ولایتونو کې ۲۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکو نن پنشنبې د وږي ۶ مه کابل کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، درانه سېلابونه په پروان، کابل کاپيسا، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې راوتلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه سېلابونو کې ۱۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپانه وايي، په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله کابو ۱۵۰۰ کورونه، ۲۳ دوکانونه، ۱۱۵۰ جرېبه زراغتي ځمکې او ۲۳ دوکانونه هم له منځه تللي دی.

په ورته وخت له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني له والیانو سره په تلېفوني خبرو کې له ځپل شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستې ډاډ ورکړی دی.

نوموړي د یادو ولایتونو د طبعي پېښو سره د مبارزې ریاستونو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره د ځپل شویو کورنیو سروې په بېړه تر سره کړي، تر څو مرستې ورسره وشي.

ویل کېږي په ځينو ولایتونو کې د حکومت له خوا د ژغورنې ډلې د خلکو د ژغورنې او لارو په خلاصون بوختې دي او د خوراکي توکو وېش ورته پیل شوی، خو ځینو سیمو ته لا هم مرستې نه دي رسېدلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي