طالبان وایي، له پاکستان سره یې پر سوداګرۍ او ګډوالو خبرې کړې

6 سنبله 1399 ساعت 9:14

طالبان وایي، د دوی پلاوی اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ، کډوالو، صادراتو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.


طالبان وایي، د دوی پلاوی اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ، کډوالو، صادراتو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د ملابرادر په مشرۍ شپږ کسیزه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

شاهین وايي، د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې یو لړ مهم وړاندیزونه وکړل، چې پاکستان ورسره موافقه وکړه.

دی زیاتوي، دغه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو د حل کولو تر څنګ افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، افغان محصلانو ته د بورونو د ورکولو، افغان صادراتو ته د زمینې برابرولو او ځينو مسایلو خبر کړې دي.

د شاهین په وینا طالب پلاوی په کراچۍ بندر کې د افغان تجارانو د مالونو د ډیمریج ستونزه، همدا ډول د افغاني صادراتو لپاره د لازمو سهولتونو او په لارو کې د نه ځنډولو په اړه بحث وشو او پاکستني چارواکو په دې ډولو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

هغه ویلي« د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکول او هلته زموږ د محصلینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو غوښتنه وشوه، ورسره په هغه هيواد کې د افغان مهاجرینو د بندیانو  خلاصون په اړه هم خبرې وشوې، چې د هغه هېواد د چارواکو لخوا ژمنه وشوه چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي، بي سرنوشته او د کمو جرمونو بندیان به خوشي شي، د زیاتو جرمونو والابندیانو په بند کې به کمښت راشي. »

دغه راز شاهین ویلي، طالب پلاوي له پاکستان څخه غوښتي چې د تګ راتګ په مهال د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

ده دا هم ویلي چې په دې کتنو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د باور وړ او ښو اړیکو د ټینګېدو پر اهمیت ټینګار وشو.

د شاهین په وینا دواړو خواوو بین الافغاني خبرې د افغانستان او پاکستان او همداراز د سیمې لپاره مهمې وبللې.

که څه هم شاهین وايي، پلاوی یې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ، صادراتو د کډوالو په ستونزو، محصلانوته د بورسیو او ښو اړیکو جوړولو په اړه خبرې کړې.

خو پاکستاني چارواکي وايي، دوی له طالب پلاوی سره د افغان سولې پر بهیر، د بین الافغاني خبرو پر پیل، د بندیانو په برخه کې د نرمښت او تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې کړې دی.

تر دغه لیدنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، طالب پلاوي ته یې و ویل، چې له افغان حکومت سره ژر تر ژره خبرې پیل کړي.

که څه پاکستاني چارواکو هم د دغه لیدونو او ناستو ټول جزیات نه دی شریک کړي، ځو ځینې ديپلوماتونو ویلي، پاکستان له طالبانو د بندیانو په پرخه کې د نرمښت او دغه راز د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130986

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130986/

جمهور
  https://www.jomhornews.com