د ولسمشر غني دوهم مرستیال سروردانش خبرداری چې د عاشورا په مراسمو کې امنیتي ګواښونه زیات دي نو ځکه باید د امنیتي ځواکونو تر څنګ خلک هم خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش ویلي، هغه سیمې چې د عاشورا په مناسبت تجمعات پکې کېږي او یا غونډې پکې جوړېږي د بل هر وخت په پرتله له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
ښاغلي دانش د عاشورا د غونډو او مراسمو پر جوړونکو غږ کړی دی چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړي او هڅه دې وکړي چې احتمالي خطرونه له منځه یوسي.
دانش له عامو وګړو هم غوښتي چې له حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.
بلخوا ولسمشر غني هم تېر ماښام له دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال ویلي، د مذهبي مراسمو په امنیت کې باید امنیتي ادارې خپله ټوله هڅه وکړي.
تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د عاشورا د مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل