۰

افغان حکومت د طالب مشرانو په اړه د پاکستان په بندیزونو غور کوي

یکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۲
افغان حکومت وايي، پر طالب مشرانو د پاکستان د بندیزو په اړه به تر ارزونو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.
افغان حکومت د طالب مشرانو په اړه د پاکستان په بندیزونو غور کوي
افغان حکومت وايي، پر طالب مشرانو د پاکستان د بندیزو په اړه به تر ارزونو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبې د وږي اوله اعلان وکړ، چې په یو شمېر طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بندیزونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې په طالب مشرانو لګولي دي.

په بیان کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویل شوي، چې پاکستان دغه ګڼه پرېکړه په بشپړ ډول عملي کړې ده.

لوېدیځو رسنیو ویلي، پاکستان دا پرېکړه له دې امله په بیړه کړې، چې د پیسو سپینولو د ترهګرو ډلو د تمویل د څارونکې ادارې اېف اې ټي اېف په تور لېست کې شامل نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هم هغه اعلامیه تر لاسه کړې، چې په کې پاکستان پر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، افغان حکومت به په دې اړه تر غور او ارزونې وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

پاکستان دا ګام پر داسې مهال اخلي، چې د افغانستان د سولې پروسې خبرې تر بل هر وخت دا مهال ګرمې شوې او ښايي په نېږدې راتلونکې کې بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي