۰

کورنیو چارو وزارت په فساد تورن زمری پیکان نیولی دی

یکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۸
کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د دغه وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت په فساد تورن زمری پیکان نیولی دی
کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د دغه وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په زمري پیکان د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټنې تور و چې عدلي ارګانونو یې د نیولو امر کړی و، خو تر دې مه یې پولیس په نیولو نه و بریالي شوي.

اوس د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پیکان نن یکشنبې د وږي ۲ مه په کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د پيکان دوسیه به ډېر ژر د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقیب کړل شي.

پیکان د عامه نظم پولیسو قومندان و، چې په ۱۳۹۶ کال کې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په اته کاله بند محکوم کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي