۰
شاهین:

پر طالب مشرانو د پاکستان بندیزونه د سولې پرسې مخه نیسي

یکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
په داسې حال کې، چې پاکستان وايي، په یو شمېر طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي، طالبان وایي، دا کار به د سولې پروسې مخه ونیسي.
پر طالب مشرانو د پاکستان بندیزونه د سولې پرسې مخه نیسي
په داسې حال کې، چې پاکستان وايي، په یو شمېر طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي، طالبان وایي، دا کار به د سولې پروسې مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان پرون شنبې د وږي اوله اعلان وکړ، چې د طالبانو پر مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر، حقاني شبکې او یو شمېر نورو طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه بندیزونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵۱ نمبر پرېکړه لیک له مخې په طالب مشرانو لګولي دي.

په بیان کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویل شوي، چې پاکستان دغه ګڼه پرېکړه په بشپړ ډول عملي کړې ده.

لوېدیځو رسنیو ویلي، پاکستان دا پرېکړه له دې امله په بیړه کړې، چې د پیسو سپینولو د ترهګرو ډلو د تمویل د څارونکې ادارې اېف اې ټي اېف په تور لېست کې شامل نه شي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان دغه اقدام د سولې پر وړاندې خنډ بللی دی.

شاهین ویلي، طالبان د بین الاافغاني خبرو په درشل کې دي او د پاکستان دا اقدام طبع د سولې د بهیر خنډ کېږي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ او تمویل په تور د پیسو سپینولو د ترهګرو ډلو د تمویل د څارونکې ادارې اېف اې ټي اېف خړ لېست کې شامل و.

دغه ادارې په وار وار پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، له ملاتړ او تمویل څخه یې لاس واخلي که نه تور لېست ته به ولوېږي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي