ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو بدخشان ولایت کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن شنبې د وږي اوله خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د بدخشان ولایت په راغستان ولایت بریدونه پیل کړی و، چې له ماتې سره مخ شول.
په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه جګړه کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزرات وایي، دوی نه یوازې د طالبانو بریدونه شنډ او ماته یې ورکړې، بلکې ګڼې سیمې یې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.
بل خوا دفاع وزارت وایي، کمانډو ځواکونو تېره شپه د کابل د شکردرې ولسوالۍ په کوچ کین سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه له ۳ میله کلاشنکوفونو او څلور میله تومانچو سره یو ځای نیولي دي.
دفاع وزارت وايي، دوی په یو لړ عملیاتو کې د کابل شکر دره ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکه کړې او د ګلدرې ولسوالۍ د پاکولو لپاره هم لوی عملیاتي پلان لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل