۰
د امریکا دفاع وزارت:

طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې زموږ پر ځواکونو یو برید هم نه دی کړی

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې وايي، طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د دوی او پر نورو بهرنیو ځواکونو ان یو برید هم نه دی کړی.
طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې زموږ پر ځواکونو یو برید هم نه دی کړی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې وايي، طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د دوی او پر نورو بهرنیو ځواکونو ان یو برید هم نه دی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په راپور کې ویلي، له هغې چې د طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوې، دغه ډلې پر بهرنیو ځواکونو هېڅ برید نه دی کړی، خو د افغانستان ځواکونو پر وړاندې یې جګړې ته ادامه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې هم اتیا سلنه کموالی راغلی دی.

دغه راز د امریکا دفاع وزارت دا هم ویلي، چې طالبانو له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې هم کمې کړې دي.

د امریکا ددفاع وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملګرو ملتونو لا هم طالبان له بهرنیو ترهګرو ډلو سره په اړیکه کې بللي وو او همدا راز یې ویلي وو چې د افغان ځواکونو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي