۰

له افغانستان نه مې د سرتېرو را ایستل لویه لاس ته راوړنه ده

سی شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل خپله لویه لاس ته راوړنه بللې ده.
له افغانستان نه مې د سرتېرو را ایستل لویه لاس ته راوړنه ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل خپله لویه لاس ته راوړنه بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په تازه مرکه کې ویلي،  دا یې ستره لاس ته راوړنه ده، چې له افغانستان څخه یې خپل ځواکونه ایستلي دي.

د هغه په وینا د سرتېرو کمول دوام کوي او د امریکا تر ولسمشرۍ ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۴ یا پنځه زره ته راکم شي.

د امریکا ولسمشر د اسرائیلو او اماراتو د اړیکو عادي کول، پر ایران فشارونه، په سوریه او عراق کې د خپلو سرتېرو کمول او ورته ځینې نور موارد هم خپلې لاس ته راوړڼې بللې دي.
 
ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نړیوالې رسنۍ له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل او همدا راز له طالبانو سره د سولې هوکړه کمپایني هڅې بولې او په خبره یې ټرمپ ځان ته د کمپاین لپاره د افغانستان له مسایلو سره غیر مسوولانه چلند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي