۰

دفاع وزارت: زابل کې ۱۱ باج اخیستونکي طالبان وژل شوي

سی شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
ملي دفاع وزارت وايي، زابل ولایت کې یې پر هغه وسله والو طالبانو هوایي برید کړي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار یې له خلکو باج اخیسته.
دفاع وزارت: زابل کې ۱۱ باج اخیستونکي طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت وايي، زابل ولایت کې یې پر هغه وسله والو طالبانو هوایي برید کړي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار یې له خلکو باج اخیسته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د زمري ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي پر طالبانو دغه هوایي برید پرون د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یادې لویې لارې پر سر شوی دی.

خبرپاڼه وايي، طابانو به د شاجوی ولسوالۍ د حسن کارېز په سیمه کې پر لویه لار د خلکو شخصي موټر درول او باج به یې ترې اخیست.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د طالبانو د دې کار د مخینوي لپاره افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملتیا عملیات تر سره کړل، چې په هوايي برید کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي.

وزارت وايي، افغان ځواکونه به هېڅ ډلې ته هم اجازه ور نه کړي، چې په لویو لارو د ولسي خلکو څخه باج واخلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي