۰
ډاکتر عبدالله:

په نېږدې ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیل شي

سی شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، په نېږدې راتلونکو ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.
په نېږدې ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیل شي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، په نېږدې راتلونکو ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد کې روان ۴۲ کلن بحران نور پای ته رسېدونکی او سوله او ثبات رانېږدې شوي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي« په نېږدې ورځو کې د افغانستان خلک د بین الاافغاني خبرو د لومړۍ تاریخي ناستې شاهدان وي.»

د ملي مصالحې عالي شورا مشر زیاته کړې، تمه لري چې د سولې له لاس ته راغلي فرصت ښه ګټه پورته شي او په پوره صداقت او یو بل ته پر ورتېرېدنې تل پاتې سولې ته ورسېږو.

هغه د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې مبارکي هم ویلي او دایي، دا زموږ د نیکونو او پلرونو د قربانیو او مېړانو نتیجه وه، چې هېواد مو آزاد شو.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر پر داسې مهال په نېږدې راتلونکې کې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو د پیلېدو خبر ورکوي، چې ځینې سرچینې وايي، دا خبرې ځنډېدلې او لا یې هم کره نېټه نه ده.

خو تر دې وړاندې هم د یادې شورا ځینو سرچینو ویلي و، چې بین الاافغاني خبرې ژر پیلېدونکي دي او عبدالله عبدالله هم د دغه خبرو د پیل غونډې ته وربلل شوی دی.

ویل کېږي د یو شمېر هېوادونو استازي هم دغه غونډې ته وربلل شوي او په دې کې روسیې او پاکستان ویلي د دوی استازي به په دغه غونډه کې برخه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي