د افغانستان د مصالحې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سوله کول به په دې مانا نه وي، چې افغانستان بیا تېر تاریخ ته ورګرځي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې پرون یکشنبې د زمري ۲۶ مه د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مخورو او ځوانانو سره لیدنه کې وکړه.
ښاغلي عبدالله په دغه لیدنه کې د پکتیا له ولسونو سره د سولې په اهمیت، د سولې د خبرو پر څرنګوالي او د افغانستان د خلکو له اساسي ازښتونو څخه د دفاع په اړه معلومات شریک کړل.
د مصالحې د عالي شورا خبرپانه وايي، په ناسته کې د پکتیا خلکو و ویل، څرګنه چې سوله لومړنۍ اړتیا ده، دغسې د ارزښتونو او تېرو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه هم د خلکو اصلي غوښتنه ده.
ښاغلي عبدالله خلکو ته ویلي، چې افغان حکومت د تل پاتې سولې لپاره قوي اراده لري او په دې برخه کې یې مهم ګامونه تر سره کړي دي.
نوموړي په ټینګار سره و ویل، د افغان حکومت مذاکراتي ټیم به له طالبانو سره خبرو کې د ټولو ارزښتونو او لاس ته راوړنو په کلکه دفاع وکړي.
عبدالله د پکتیا خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په سوله کې به معامله نه کېږي او سوله به په دې مانا نه وي، چې افغانستان بېرته تېر دور ته وګرځي.
د مصالحې عالي شورا مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې چې ټاکل شوې وه پرون د زمري ۲۶ مه پیل شوې وای، ځنډېدلې دي، خو د ځنډ لامل یې نه دی معلوم.
جمهورخبري آژانس:کابل