په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، د دوی یو پلاوی په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما د دغه لیدنې وخت نه دی په ګوته کړی، خو وايي، چارواکو یې روانه اوونۍ د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د پیلېدو ملاتړ ښوولی دی.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې زیاته کړې، چې د مذاکراتو ته د زمینې برابروېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا ده.
د یوناما پلاوی پر داسې مهال له طالب استازو سره ګوري، چې ویل کېږي په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
وړاندې حکومت ویلي و، چې د خبرو لوړمړۍ پړاو به قطر کې وشي، خو اوس ځینې سرچینې وايي، دغه خبرې ځنډېدلې دي.
د خبرو د ځنډ لامل نه دی په ګوته شوی، خو وړاندې طالبانو ویلي و تر چې د دوی ۴۰۰ زندانیان ټول نه وي خوشي شوي دوی بین الاافغاني مذاکراتو ته نه حاضرېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل