۰

طالبانو بیا له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار وکړ

شنبی ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۰
طالبانو بیا له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار وکړ
په داسې حال کې، چې افغان حکومت په تمه دی په څو ورځو کې به یې پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي دغه ډلې له حکومت سره له خبرو کولو یو ځل بیا انکار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ویلي، دوی افغان حکومت په رسمیت نه پېژني نو ځکه خبرې هم له دوی سره نه بلکې، له افغاني سیاسي لوریو سره کوي.

طالبانو نن شنبې د زمري ۲۵ مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړي، چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او بین الاافغاني مذاکرات به هم له افغاني جهتونو سره کېږي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، په دې وروستیو کې افغان حکومت د سولې په اړه ډول ډول پروپاګنډې خپروي او داسې انګیري چې ګواکي طالبان له دوی سره مخامخ خبرې کوي.

خو خبرپاڼه کې زیاته شوې، طالبان دغه حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې به هم یوازې له افغاني سیاسي جهتونو سره کېږي.
 
طالبانو همدا راز د زندانیانو په اړه د افغان حکومت څرګندونې رد کړې دي او وایي زندانیانو یې په هېڅ ډول جنایي جرمونو یا د مخدره توکو په قاچاق کې لاس نه دی لرلی.
 
طالبانو ټینګار کړی چې خبرو ته تیار دي، خو هغه خبرو ته چې د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده او له افغاني جهتونو سره مخ ته ځي.
 
طالبانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت یې پرون تر اتیا ډېر زندانیان خوشي کړل او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې بین الافغاني خبرې هم پيل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي