سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې دوه پېغلې وژل شوې او جسدونه یې موندل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویاند وحیده شهکار وايي، د دغه نجونو جسدونه د پروان مرکز چاریکار ښار کې موندل شوي.
د هغې په وینا دغه نجونې چې یوه یې کابو ۱۱ او بله یې ۲۱ کاله عمر لري مړي یې د جمعې په شپه په توغ بیردي کلي کې موندل شوي دي.
نوموړې وايي، تر اوسه د وژل شویو نجونو هویت او د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پروان د ګاونډ کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې هم د یوې انجلۍ د جسد د موندل کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:پروان