۰

دایکنډي کې جګړه، پنځه پاڅونوال وژل شوي دي

شنبی ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۱۱ سیمه ییزه پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دایکنډي کې جګړه، پنځه پاڅونوال وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې دایکنډي ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۱۱ سیمه ییزه پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه «جمعه د زمري ۲۴مه) هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو د دایکنډي ولایت د پاتوی ولسوالۍ په وزین سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

د دایکنډي د امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو په بریدونو کې پنځه تنه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او د دایکندي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني وايي، سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

دی زیاتوي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

وزین پاتوی ولسوالۍ کې لرې پرته سیمه ده، چې د اروزګان ولایت له چورې ولسوالۍ سره هم پوله لري.

جمهورخبري آژانس:دایکنډي
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي