۰
ولسمشرغني:

طالبانو سره خبرو کې مو لومړیتوب اوربند دي، د ۴۰۰ زندانیانو خلاصون نړۍ ته خطر دی

شنبی ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره خبرو کې به د حکومتي پلاوی د خبرو لومړي اجنډا، اوربند، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي چوکاټ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د ترهګرۍ له منځه وړل وي.
طالبانو سره خبرو کې مو لومړیتوب اوربند دي، د ۴۰۰ زندانیانو خلاصون نړۍ ته خطر دی
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره خبرو کې به د حکومتي پلاوی د خبرو لومړي اجنډا، اوربند، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي چوکاټ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د ترهګرۍ له منځه وړل وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د تېرې پنشنبې (زمري ۲۳ مه) په ماښام د امریکا د بهرنیو اړیکو له شوره سره په یوه انلاین غونده کې کړې دي.

ښاغلي غني ویلی، له ګاونډیو په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لري او په وینا یې ګاونډیو هېوادونو تر بل هر وخت دا ښه درک کړې، چې باثبات او سولمن افغانستان د دوی، سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د جګړې ډګر ته د آزادو شویو طالب جنګیالیو د بیرته ستنیدو په اړه ښاغلي غني وویل، په دې اړه هېڅ تضمین نشته، چې دا جنیګالي به بیا جګړې ته ونه ګرځي.

هغه و ویل«د طالبانو په ځانګړي ډول د ۴۰۰ خطرناکو طالب زندانیانو خلاصون نړۍ ته لوی ګواښ پېښولی شي او په دې برخه کې هېڅ تضمین نشته.»

ښاغلي غني د طالبانو د دغه ادعا په اړه چې ویلي یې و، د داعش یوه ډله د دوی پر خلاصېدونکو ۴۰۰ زندانیانو د برید پلان ویلي، پر زندانیانو به هیڅ برید ونشي.

نوموړي زیاته کړې، په هماغه شکل چې افغان ځواکونو د لویي جرګې امنیت تامین کړ، په هماغه شکل به د زندانیانو امنیت هم وساتي.

 د سولې د تامین لپاره د حکومت د هڅو په اړه ولسمشر زیاته کړې، ټول هغه اقدامات یې کړي دي، چې سولې ته لار هواروي او په وینا یې اوس باید طالبان وښي چې واقعا سوله غواړي که نه.

ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پارلماني یا فدرالي سیستم به ورته د منلو وړ وي ویلي، افغانستان اساسي قانون لري او پر اساس به یې عمل وکړي.

ولسمشر وايي، د مذاکره کوونکي ټیم ټول تصامیم به وروستي نه وي او باید د پارلمان او د افغانستان د خلکو له خوا تائید شي.

دغه راز ښاغلي غني په حکومت او ټولنه کې د مېرمنو پر ونډې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې جګړو په افغانستان کې د مېرمنو ونډه محدوده کړې ده.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تمه کېږي د طالب بندیانو د بهیر په بشپړیدو سره، په راتلونکو ورځو کې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

افغان حکومت له ۴۰۰ خطرناک طالب بندیانو ۸۰ تنه پرون جمعه خوشي کړي او ویل کېږي یو شمېر به یې نن هم خوشي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي