۰

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر و جنايي مدیر له دندو لرې شول

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر له دندو لرې کړې دي.
د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر و جنايي مدیر له دندو لرې شول
کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې امر او جنايي مدیر له دندو لرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دغه دوه امنیتي مسوولین وروسته له هغې له دندې ګوښه کړای شول، چې ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار له دې حوزې د لیدنې پر مهال د حوزې وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د وزارت ویاند طارق ارین وايي، له دې لیدنې وروسته ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې د دې حوزې مسوولين د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين نه مراعات له کبله له دندو لرې کړي.

ارین زیاته کړه، چې ولسمشر دغه راز د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ څو په دې برخه کې اصلاحات رامنځته کړي.

په کابل ښار کې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې، لارې شکوونکي وسله والې ډلې ډیرې شوي، چې ښاریان یې اندېښمن کړي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي