۰

غزني او زابل کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۰
ملي دفاع وزارت وايي، غزني او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او جګړه کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني او زابل کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، غزني او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او جګړه کې ۳۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پشنبې د زمري ۲۳ مه په دوه جلا خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د مرکز اړوند او د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

خبرپاڼه وايي، د غزني د مرکز اړوند د ارزو په دواړو سیمو کې د جګړې پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز په بله خبرپانه کې ویل شوي، د زابل د شاجوی په جګړه کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دواړو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي