۰

ولسمشرغني د ښځو د عالي شورا د جوړېدو حکم ورکړ

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
ارګ وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکمونو سره سم د ښځو د عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړی دی.
ولسمشرغني د ښځو د عالي شورا د جوړېدو حکم ورکړ
ارګ وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکمونو سره سم د ښځو د عالي شورا د جوړېدو فرمان ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه شورا مشري به په خبله ولسمشر غني کوي.

خبرپانه وايي، د دغه شورا موخې د ښځو ځواکمنېدل، د ښځو د حقونو د تامین او پراختیا په اړه د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي، پالېسي جوړونه، د ښځو د حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو تعقیب او تطبیق او د چارو ارزونه یې اساسي موخې دي، مشري به یې د فرمان پربنسټ جلالتماب جمهور رئیس کوي.

په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء ‌ مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی دی.

د فرمان په اساس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي  ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري.

د یادونې ده دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د حقونو تر لاسه کولو او خوندیتابه لپاره د ښځو عالي شورا جوړېږوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي