سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه سهار وختي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند وایي، ماین د ولسي وګړو په یوه موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د سړک د غاړې ماین چاودنې زیاتې شوې، چې زیاته مرګ ژوبله یې هم ولسي وګړو ته اړولې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ماین چاودونو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشني او اندېښنه ښودلې وه، او پر طالبانو یې غږ کړی و، چې ړندې ماین اېښودنې پرېږدي.
دغه راز یاد کمېسیون د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی و، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل