کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وایي، هېواد یې په تمه دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې سفیر دغه څرګندونې پرون د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
د مصالحې د عالي شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سیمې د روان حالت او افغان سولې په اړه خبرې وکړې.
سرچینه وايي، کابل کې د ترکیې سفیر و ویل، چې هې،اد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکی او د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، ارطغرل هیله ښودلې، چې بین الافغاني خبرې ژر پیل او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان تر لاسلیکېدو وروسته ګڼو هېوادونو او سازمانونو د حکومت له پرېکړې هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل