۰

امارات افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۲
افغان حکومت د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره هوکړه وکړه.
امارات افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي
افغان حکومت د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره په افغانستان کې د ۳ زره میګاواټه لمري برېښنا د تولید لپاره هوکړه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هوکړه لیک د امارات (PAL 4SOLAR energy LLC ) شرکت او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د پانګونې اسانچارې څانګې مشر عطاالله نصیب او د برېښنا شرکت مشر احمد داود نورزي ترمنځ لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ډېر ژر به د دې پروژې تخنیکي او لومړنۍ ارزونه پیل شي او بیا به د شرایطو او اړتیاوو څرګندېدلو سره د پانګونې اندازه وټاکل شي.

خبرپاڼه کې افغانستان کې د انرژۍ ځان بسیاینې لپاره د دې پروژې پلي کېدل مهم ګام بلل شوي راغلي، چې د دې پروژې لپاره پانګونه او وخت او د لمري برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري.

افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري چې د برېښنا شرکت په خبره، دغه هېواد د دې اړتیا لرې کولو لپاره دا مهال له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدوي چې له درې سوه میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.

د لمري برېښنا د تولید لپاره د پانګونې خبر په داسې مهال دی چې افغانستان په وارداتي برېښنا د تکیا له امله خپلو وګړو ته د انرژۍ برابرولو له مخې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي