۰

پکتیا کې دیوه کور دېوال نړېدو ۷ ماشومان وژلي

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ ماشومان وژل شوي دي.
پکتیا کې دیوه کور دېوال نړېدو ۷ ماشومان وژلي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د  کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ ماشومان وژل شوي دي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې دا پېښه پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه ناوخته د سید کرم ولسوالۍ په کارېز سیمه کې رامنځ ته شوې.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل وایي، د یوه کور دېواد د ډېر باران د ورېدو له امله نړېدلی او ماشومان ترې لاندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې د وژل شویو له ډلې پنځه یې نجونې او دوه هلکان دي چې د ټولو عمرونه تر نهه کلنۍ ښکته دي.

د یادونې ده چې په پکتیا کې د وروستیو ورښتونو له امله ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي