۰
صدیقي:

د څلور سوه طالب بندیانو منځ کې ۵۷ په اعدام محکوم دي

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۶
افغان حکومت وايي، د څلورسوه طالب بندیانو په ډله کې یو شمېر داسې بندیان هم شته چې په مرګ محکوم دي او یا هم د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي دي.
د څلور سوه طالب بندیانو منځ کې ۵۷ په اعدام محکوم دي
افغان حکومت وايي، د څلورسوه طالب بندیانو په ډله کې یو شمېر داسې بندیان هم شته چې په مرګ محکوم دي او یا هم د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، په دغه ۴۰۰ زندانیانو کې ۵۶ تنه په اعدام محکوم او ۱۵۶ تنه یې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي دي.

صدیقي دا خبرې له امریکا غږ سره په مرکه کې کړې، خو ویلي یې دي، چې د ولسمشر له خوا د دغه ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان په لاسلیک کېدو سره به د زندانیانو د خلاصون لړۍ پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه د لویې مشورتي جرګې د دغه پرېکړې وروسته چې یاد زندانیان د د سولې په خاطر خوشي شي، حکومت، سیاسي او مدني ټولنو، د سیمې او نړۍ هېوادونو او په ځانګړي توګه امریکا او ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل، چې نور بین الاافغاني خبرې ژر تر ژره پیل کړي، تر څو افغانان سولې ته ورسېږي.

اوس هم افغان حکومت او هم نړیوال وايي، چې طالبانو ته نور د افغان حکومت سره د خبرو نه کولو هېڅ ډول پلمه نه ده پاتې او باید خبرې شروع کړي.

د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیقي وايي، ټاکل شوې، ډېر ژر د حکومت مذاکراتي ډله د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي