د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د لویې مشورتی جرګې تر تایید او د ولسمشر تر دې وینا وروسته چې د دغه طالب زندانیانو د خلاصون فرمان به صادر کړي، ویل کېږي شپږ ورځې وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لویې مشورتي جرګې پرون په اخري ورځ حکومت ته د ۴۰۰ زندانیانو د خلاصون رایه ورکړه او ولسمشر یې هم پرېکړه ومنله.
طالبانو که څه هم جرګه نامشروع بللې خو د پرېکړې څخه یې هرکلی کړی دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د بندیانو تر خلاصون یوه اوونۍ وروسته ښایي افغاني خبرې پیل شي.
شاهین دا هم ویلي، چې د اوربند په اړه به هم په بین الاافغاني ناستو کې خبرې وشي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت باوري سرچینې ویلي، افغان حکومت او طالبان به د اګست په ۱۶ مه مخامخ خبرې پيل کړي.
د حکومت یوې باوري سرچینې ملي تلوېزیون ته ویلي چې افغان لوري پوره تیاری نیولی دی.
ټاکل شوې ده، چې په بین الافغاني خبرو اترو کې د افغان حکومت مشري محمد معصوم ستانکزی او د طالب ډلې مشري عباس ستانکزی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل