۰

افغانستان او ازبکستان تر خپل منځ اړیکې لا پیاوړې کوي

دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د ازبکستان رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ګڼو وزارتونو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په بېلو برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
افغانستان او ازبکستان تر خپل منځ اړیکې لا پیاوړې کوي
د ازبکستان رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ګڼو وزارتونو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په بېلو برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو هېوادونو ویلي چې په اقتصادي، سوداګریزه، ټکنالوژۍ، ارتباطاتو، ترانزیت او نورو برخو کې به همکارۍ ډېروي او اړیکې به لا پراخوي.

دواړو لورو همدا راز د ازبکستان پر برېښنا هم خبرې کړې دي او دغه هېواد ژمنه کړې چې افغانستان ته به د برېښنا په صادرولو کې همکاري کوي.

 ازبکستان ویلي دوی د افغانستان په وده او پرمختګ کې د تل په څېر همکار دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره دایمي سوله تامین شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي