۰
حامد کرزی:

مشورتي لویې جرګې بین الافغاني خبرو ته لار پرانسته، طالبان د جګړه بنده کړي

یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په اړه لویې مشورتي جرګې د سولې او بین الاافغاني خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړل.
مشورتي لویې جرګې بین الافغاني خبرو ته لار پرانسته، طالبان د جګړه بنده کړي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په اړه لویې مشورتي جرګې د سولې او بین الاافغاني خبرو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي نن یکشنبې د زمري ۱۹ مه د دغه درې ورځنۍ جرګې په وروستۍ ورځ د جرګې په تالار کې د وینا پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې نور جګړه ودروي او د سولې بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د حکومت په ځانګړي ډول له ولسمشر غني څخه مننه وکړه، چې د سولې پر وړاندې د پراته خنډونو لپاره یې لویه مشورتي جرګه راوبلله.

دغه راز هغه د مشورتي لویې جرګې د ۳۴۰۰ غړو څخه هم مننه وکړه، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په نظریې سره یې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې او بین الاافغاني مذاکراتو ته یې زمینه برابره کړه.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې و ویل«له ولسمشر او جرګې څخه مننه کوم، چې په دې کار سره یې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړل، اوس د سولې د بین الاافغاني خبرو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته نو ځکه پر طالبانو وروڼو او تحریک باندې هم غږ کوم چې نور جګړه بنده کړي او بین الاافغاني خبرې پیل کړي.»

هغه په ټینګار سره پر طالبانو غږ وکړ او ویې ویل« طالبانو جنګ بند کړی، نن د افغانستان جرګې دا زمینه درته برابره کړه چې خبرې پیل کړی، حکومت هم باید جنګ ونه کړي.»

په ورته وخت کې ښاغلي کرزي دا هم و ویل، چې د ده د معلوماتو له مخې که چېرې حکومت د جرګې د پرېکړې سره سم ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي نو د سولې بین الافغاني خبرې به هم په دوه دریو ورځو کې پیل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له ولسمشر غني څخه په مننې ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان به د سولې پروسې په برخه کې ورسره همکاري او مرسته کوي او کلک ملاتړی بهیې وي، تر څو هېوادوال سولې ته ورسېږي.

ښاغلي کرزي و ویل، چې سوله د ټول ولس ارمان دی او جرګې نن دغه ارمان ته د رسېدو لپاره د ده هیلې  راټوکولې او په وینا یې که سوله وشوه، نو د هېواد له یوه سره به بل سر ته چکرونه وهي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ولس ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په مذاکراتو کې به د بیان آزادۍ، ښځو حقونو او نور ټول حقوقو خوندي وي.

هغه و ویل، چې افغانان له ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېوادونو سره دوستانه اړیکې او دوستي غواړي او له دغه هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره رښتینې دوستي وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي