۰

د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه د لویې مشورتي جرګې پرېکړه لیک صادر شو

یکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د ۴۰۰ طالب زندانیانو په اړه د افغان حکومت له لوري رابلل شوې لویې جرګې تر درې ورځني کار وروسته خپل پرېکړه لیک صادر کړ.
د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه د لویې مشورتي جرګې پرېکړه لیک صادر شو
د ۴۰۰ طالب زندانیانو په اړه د افغان حکومت له لوري رابلل شوې لویې جرګې تر درې ورځني کار وروسته خپل پرېکړه لیک صادر کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  جرګې نن یکشنبې د زمري ۱۹ مه خپله وروستۍ کاري ورځ کې دغه پرېکړه لیک پر داسې مهال صادر کړ، چې ولسمشرغني، د هغه مرستیالانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي او سیاسي رهبرانو، د ملي شورا غړو، د کابینې غړو، کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازو او دغه راز د جرګې ۳۴۰۰ غړو شتون درلود.

په دغه پرېکړه لیک کې چې ۲۵ مادې یی درلودې پر افغان حکومت غږ وشو، چې ۴۰۰ بندیان دې خوشي کړي او په مقابل کې یې د طالبان دایمي اوربند او بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.

د دغه پرېکړه لیک مادې په لاندې ډول وې:

د تل پاتې او باعزته سولې ته رسېدو لپاره د دغه جرګې هرکلی او ملاتړ کوو.
جرګه د سولې د خبرو د پیل، سولې او ثبات او دغه راز په هېواد کې د وینې تویندنې د مخنیوي لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون نظر تاییدوي.
که چېرې د بندیانو په منځ کې کوم بهرني وګړي وي، خو هغوی باید په نړیوال ضمانت خپلو هېوادونو ته وسپارل شي.
د بندیانو له خلاصون سره سم باید مذاکرات پیل شي
جرګه د دوام داره او فوري اوربند غوښتونکې ده، له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي، چې د افغانستان له خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
د افغانستان ملت او حکومت ته باید د ډاډ ورکړل شي، چې بندیان بیا جنګ ته نه ځي.
دې ته په پام سره جرګه طالبانو نه غواړي د دولت د ټولو ملکي او نظامي بندیان دي خوشي کړي.
د قرباني شویو کورنیو د غوښتنې په صورت کې حق العبدي مسایل باید خوندي وي.
له نړوالو ټولنې غواړو هغه هېوادونه چې زموږ په هېواد کې مداخله کوي او د ترهګرو ملاتړ کوي مخنیوی یې د وکړي.
له حکومت او طالبانو غواړو تاوتریخوالی ودرویي او خبرې د وکړي.
د افغانستان ملت به دغه لوري پر وړاندې چې تاوتریخوالی خوښي غبرګون وښيي.
د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوونې باید وستال شي.
د سولې به مذاکراتو جمهوریت او د اتباعو او حقونه باید تر پښو لاندې نه شي.
د سولې مشورتي جرګې غړي ټینګار کوي، چې ښځې د ټولنې نیمه ونډه ده، نو ځکه باید په ټولو عرصو کې له خپلو حقوقو برخمنې وي او په سوله کې برخه ولري.
اساسي قانون یو ملي و ثیقه ده، ولې د اړیتا په صورت کې تعدیل شي.
د ملي مصالحې عالي شورا کې ملي مشارکت باید په پام کې ونیول شي.
جرګه د سولې بهیر په روڼیتا ټینګار کوي، د حکومت د مذاکراتوي ټیم او  مصالحې د عالي شورا باید پر وخت خلکو ته د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړي.
امنیتي ځواکونه چې د ساتونکو په پېژندل کېږي باید پیاوړي او ملاتړ یې وشي د امنیتي اداره د قرنایانو کورنیو ته باید رسیدګي وشي.
له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د زیر بناو پر ستانه تفاهم وشي.
دولت وړاندیز کوو، وطن ته د خیانت پرته د افغان ځواکونو بندیانو او هغه کسانو ته چې د طالبانو سره د اړیکو په نیول شوي عفوه وکړي.
د افغانستان  دولت اړ دی، چې د ملي منافعو په اړه لازم اقدامات وکړي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره باید د خبرو شرایط په افغانستان که برابر شي او که نه وي په  درېیم ګړي  بې پرې هېواد کې د وشي.
د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا له مرستو ملاتړ کو، خو غواړي په خپلو ژمنو عمل وکړي د سولې نه وروسته هم خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
اسلامي همکاریو سازمان او ګاونډیو نه هیله لرو چې په سوله او ثبات کې رښتینې مرسته وکړي
حکومت باید د سولې د مشورتي لویې جرګې د پنځوس ګونو کمېټو دغه پرېکړه لیک او نظریات باید په پام کې ونیسي او عملي یې کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امینې
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي