۰
د لویې مشورتي جرګې د کمېټو د کارونو پای؛

طالب زندانیان د په نړیوال ضمانت او دایمي اوربند په شرط خوشي شي

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۲
د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د مشوري لویې جرګې د پنځوس ګونو کمېټو کارونه پای ته ورسېدل او د ټولو کمېټو پرېکړې تر ډېره پر دې وې، چې دغه شمېر طالب زندانیان د په نړیوال ضمانت خوشي او طالبان دې دایمي اوربند وکړي.
طالب زندانیان د په نړیوال ضمانت او دایمي اوربند په شرط خوشي شي
د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د مشوري لویې جرګې د پنځوس ګونو کمېټو کارونه پای ته ورسېدل او د ټولو کمېټو پرېکړې تر ډېره پر دې وې، چې دغه شمېر طالب زندانیان د په نړیوال ضمانت خوشي او طالبان دې دایمي اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشي کولو او نه خوشي کولو په اړه د افغان حکومت له لوري رابلل شوې مشورتي لویه جرګه پرون جمعه د زمری ۱۸ مه د ولسمشر غني په وینا پرانستل شوه، چې نن یې دوهمه ورځ وه.

د جرګې په لومړي ورځ د جرګې رییس، اداري پلاوی او کمېتې وټاکل شوې، چې رییس یې عبدالله عبدالله او کمېټې یې پنځوس کاري کمېټې شوې.

د ټولو کمېټو غرو له پرون راهیسې په خپلو کې د زندانیانو د خلاصون، د بین الاافغاني مذاکراتو پیل، اوربند او په ټول کې د سولې په اړه خپل مثبت او منفي نظریات، ګتې او زیانونه بیان کړل، چې نن شنبې د زمري ۱۸ مه یې راپورنه د جرګې په عمومي  تارلار کې د استازو له خوا ولوستل شول.

تر ډېره پورې د ټولو کمېټو او عمومي تالار توافق پرې راڅرخېده، چې ۴۰۰ طالب زندانیان دې په نړیوال ضمانت خوشي او طالبان بین ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل او دایمي اوربند وکړي.

د مشورتي جرګې یو شمېر غړو ویل، چې په دغه زندانیانو کې ځینې بهرني هم شته، چې د دوی په وینا هغه چې افغانان دي، باید همدلته خوشي شي او هغه چې بهرني دي باید خپلو هېوادونو ته تسلیم شي او هغوی یې نظر بند او بندیان کړي.

د جرګې غړو ویل که څه هم د ۴۰۰ زندانیانو خلاصون د هغوی د جرمونو د بښولو په مانا نه دی او هېڅ کس د دې حق نه لري، خو دا چې سوله د هېواد او هېوادوالو لومړنۍ اړتیا او لومړیتوب دی، نو اړینه ده، چې انعطاف وشي او څه ریسک په ځان واخیستل شي.

د دغه جرګې د پنځوس ګونو کمېټو د نظریاتو غورچاڼ او پایلې په دې راټولې وې.

۱- دایمي سولې ته د رسېدو لپاره باید دواړه لوري انعطاف وښي.

۲- ۴۰۰ طالب زندانیان د خوشي شي او طالبان باید پرته له قید و شرط دایمي اوربند وکړي او پر هغې ودرېږي.

۳- د سولې لپاره د بین الاافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

۴- د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې وشي.

۵- د خبرو لپاره دې یو ملي او ټول شموله پلاوی وټاکل شي او هغوی باید د ۱۹ کلونو لاس ته راوڼو څخه دفاع وکړي.

۶- د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه باید د طالبانو له ملاتړ څخه په قطعي ډول لاس واخلي او تاوتریخوالي ته لمن ونه وهي.

۷- طالبان د نور د داعش په نوم ترهګر بریدونه نه کوي.

۸- طالب زندانیان باید په ملي او نړیوال ضمانت خوشي شي او بیا د جګړې ډګر ته ونه ګرځي.

۹- نړیواله ټولنه باید د بین الاافغاني خبرو له پیل څخه د دایمي سولې تر راتګ پورې ضمانت وکړي.

۱۰- په بین الافغاني خبرو کې باید جمهوریت او د ۱۹کلونو لاس ته راوړنې له پامه ونه غورځول شي او نه هم معامله پرې وشي.

۱۱- امریکا او نور ښکېل هېوادونه باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي، په واقعي توګه د سولې لپاره کار وکړي، طالبان مذاکراتو ته راولي، خپلې وعدې د پوره کړي او دوګونۍ سیاست د نه کوي.

۱۲- په بین الاافغاني خبرو کې د اساسي قانون او په ځانګړې توګه د دغه قانون له دوهم څپرکي او ولسواکه نظام څخه باید په کلکه دفاع وشي.

۱۳- د بیان آزادۍ او ښځو حقوقو خوندیتوب باید په بین الاافغاني خبرو په کې په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

۱۴- د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه زندانیان چې جرمونه یې خفیف دي باید خوشي او د درنو جرمونو والاو ته باید تخفیف وشي.

او په پای کې د سولې د خبرو ټول توافقات باید د ملګرو ملتونو، د نړیوالو زبرځواکونو او سیمې هېوادونو تر نظارت او ضمانت لاندې لاسلیک او عمل پرې وشي.

د جرګې د ډېری غړو ټینګار پرې و، چې افغانان نور له جګړې ستړي، ټوکر ټوکر دي، د جګړې توان نه لري او سولې ته سخت اړتیا لري، چې باید نړیوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې په رښتینې توګه افغانانو ته لاس ورکړي.

دوی ویل، چې باثبات او سوله من افغانستان نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی او افغانستان کولی شي، د سیمې او نړۍ د اقتصاد لپاره یو لوی څلور لاری شي.

د پنځوس ګونو کمېتو د کاري راپور وړاندې کولو په پای او په عمومي تالار کې په پورتنیو مواردو موافقه وشوه او ټینګار یې وکړي، چې نور باید جګړه پای ته ورسول شي، ملي یووالي او یو محکم نظام رامنځ ته او افغانان نور باید د ارام ساه واخلي.

د جرګې رییس عبدالله عبدالله د ټولو کمېټو او جرګې د برخوالو څخه مننه وکړه، چې د هېواد د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره سره راغونډه او ملي پرېکړې کوي.

نوموړي و ویل، چې د جرګې د غړو ټولې مشورې د افغان دولت او د مصالحې د عالي شورا لپاره خورا ارزښتمنې او په بین الاافغاني خبرو کې به ترې ګټه واخستل شي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې افغانستان له یوه حساس پړا څخه ترېدونکی دی، چې باید دغه شرایط په پوره ځیرکتیا وڅارل شي او په لویو ملي مصلحتونو کې ترې ګټه واخستل شي.

د یادونې ده، چې نن مازیګر مهال به د جرګې له یوه یوه ګډه اعلامیه چمتو او سبا به د جرګې د پای ورخې په پای کې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي