۰
جان بولټن:

امریکا د عراق د تجزیې او ایراني حکومت بدلون پلان لري

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن وايي، په امریکايي حکومت کې یو نظر دا دی، چې عراق باید تجزیه شي.
امریکا د عراق د تجزیې او ایراني حکومت بدلون پلان لري
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن وايي، په امریکايي حکومت کې یو نظر دا دی، چې عراق باید تجزیه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې بولټن دا هم ویلي، د امریکا حکومت کې بل نظر دا دی، چې د ایران حکومت هم باید بدل شي.

بولټن په یوه تازه مرکه کې ویلي، له وړاندې هم د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دا نظر موجود و چې عراق باید تجزیه شي او کوردان ځان ته هېواد جوړ کړي، خو په خبره یې یو شمېر کسان یې مخالفت وکړ.

هغه همدا راز ویلي اوس باید کوردان د امریکا تر ټاکنو وروسته د خپلواک هېواد جوړولو ته تیاری ولري ځکه د نوموړي په خبره په امریکايي حکومت کې د عراق د تجزیه کېدو نظر په پراخه پیمانه موجود دی.

امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ټینګار کړی،چې د عراق تجزیه به مثبتې پایلې ولري، ځکه که د عراق د تجزیه کېدو اوسنی وضعیت دوام وکړي نه یوازې دا چې مثبت لوري ته نه ځي، بلکې برعکس مخ پر خرابېدو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي